IQNA

د ایران د  حاکمیت او خپلواکۍ په ښکاره او بشپړ ملاتړ کوو

15:13 - February 14, 2026
د خبر لمبر: 3492449
ایکنا - د پاکستان ولسمشر هم د ایران او پاکستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې تهران د اسلام‌آباد مهم شریک دی او دواړه هېوادونه د دوه‌اړخیزو ملګرو د پراخولو لپاره جدي ژمنتیا لري.

یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم  په خپلو یو لړ وروستیو څرګندونو کې ټینګار  کړی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملي حاکمیت، خپلواکئ او امنیت زمونږ لپاره هماغسې ارزښت لري لکه د پاکستان حاکمیت او خپلواکي، او اسلام‌آباد به له تهران څخه خپلې څرګندې همغږۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي

په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اسلام‌آباد کې د پاکستان   هم نیوز ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې په سیمې کې د هر ډول جګړې د رامنځته کېدو په اړه وویل: ایران زمونږ نږدې ګاونډی او ورور هېواد دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې نه یوازې څو لسیزو، بلکې پېړیو ته رسېږي.

هغه ټینګار وکړ:د ایران له اسلامي جمهوریت څخه زمونږ همغږي او ملاتړ ښکاره او په بشپړ ډول روښانه دی.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه:د ایران امنیت، خپلواکي او ملي حاکمیت زمونږ لپاره هماغه ډول مهم دی لکه د پاکستان حاکمیت، خپلواکي او امنیت چې مونږ ته مهم دي.

د پاکستان ولسمشرآصف زرداری هم په اسلام‌آباد کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مراسمو کې د وینا پر مهال په سیمې کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د سوله‌ییزو هڅو هرکلی وکړ او خبرداری ئې ورکړ چې هر ډول یرغلیز اقدامات به برعکس پایلې ولري.

د پاکستان ولسمشر د ایران او پاکستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې تهران د اسلام‌آباد مهم شریک دی او دواړه هېوادونه د دوه‌اړخیزو ملګرو د پراخولو لپاره جدي ژمنتیا لري. 

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170672

captcha